دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 175867
امریکا: د داعش هسته په افغانستان کې پیچلی دی
په افغانستان کې د داعش ډلی یو پیچلی هسته د افغانستان په ختیځ کې وجود لری چی هڅه کوو ترڅو دا ډله په همغه ځای کې متمرکې پاته شی او ونه شی کولای خپل هسته د افغانستان په نورو سیمو کې پراختیا ورکړی.

 
د امریکا خاص نماینده د داعش سره مبارزی په چارو کې وایی چی داعش هسته په افغانستان کې پیچلی دی او باید ددی ډلې سره مبارزی سنجول شوی لاره په لاس کې ونیول شی.
همدارنګه د امریکا خاص نماینده د داعش سره مبارزی چارو کې وایی باید دا ډله په افغانستان کې پراختیا ونه مومی.
بریت مک ګریک، د امریکا ولسمشر خاص نماینده د داعش سره مبارزی نړیوال ایتلاف لپاره وایی: په افغانستان کې د داعش ډلی یو پیچلی هسته د افغانستان په ختیځ کې وجود لری چی هڅه کوو ترڅو دا ډله په همغه ځای کې متمرکې پاته شی او ونه شی کولای خپل هسته د افغانستان په نورو سیمو کې پراختیا ورکړی. همدی لپاره دا هڅې به ډیر وخت ونیسی.
 
د امریکا خارجه وزارت معین وایی باید د داعش او القاعده تبلیغاتی تحرکاتو مخه ونیول شی ترڅو ښځی او نارینه ددی ډلې سره یوځای نه شی.
جان سولیوان، د امریکا خارجه وزیر معاون وویل: داعش او القاعده موږ ټولو لپاره یو ګواښ دی او زموږ ملتونه د داعش سره مبارزی لپاره یو ترڅنګ ولاړ دی. داعش او القاعده خپل نړیوال نظر په لوړ غږ سره خپروی او خپل پیغامونو له لاری ښځی او نارینه ددی ډلې سره یوځای کوی.
 
https://avapress.com/vdcjmievauqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته