دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 175868
په نړۍ کې مذهبی آزادیو بندیز لګولو له کبله پاکستان په تور لېست کې شامل شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په تړاو خپل کلنی راپور خپور کړ چې له مخې یې، یو شمېر هیوادونه له مذهبي ازادیو څخه سړغړوونکي یاد کړې دي.

 د دې  هیوادونو په نوملړ کې پاکستان هم راغلی نو له همدې کبله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپاره شوي بیان کې تور لیست ته ور شامل شوی دی.
په دې نوملړ کې د نړۍ  یو شمېر نور هیوادونه هم د مذهبي ازادیو په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت په کلني راپور کې راغلي دي چې له مذهبي ازدۍ څخه یې سرغړونه کړې ده په دغو هیوادونو کې  له پاکستانه ور اخوا ایران، چین، میانمار، تاجکستان، ازبکستان، سعودي عربستان، شمالي کوریا، سوډان او اریتیریا هیوادونه هم شامل دي.
پاکستان تر دې مخکې له مذهبي ازادیو د سرغړونو په خاطر په څارونکي لېست کې و
امریکا وایي چې، د پاکستان په اړه داپرېکړه تر ډېره په دې هېواد کې مقدساتو ته د سپکاوي د قانون په خاطر ده چې، سرغړوونکي يې پهمرګ محکومېږي.د مذهبيازادیو په اړه په تور لېست کې د پاکستان شاملېدل په دې معنا ده چې پر دې هېوادباید بندیزونه ولګول شي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، د خپل هېواد  ملي ګټو ته په کتو اوس مهال پرپاکستان بندیزونه نه لګوي.
 
https://avapress.com/vdcaimn6a49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته