د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د لوړپوري دولتي پلاوي په مشرۍ د لاجورد لارې د پرانیستې په موخه هرات ته د سفر په جریان کې نن سهار د هرات حلقوي سرک پرانیست.
جمهوررئیس غني: د هرات حلقوي سرک به د ترانزیټ له پلوه د دغه ولایت ارزښت زیات کړي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 قوس 1397 ساعت 16:54
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د لوړپوري دولتي پلاوي په مشرۍ د لاجورد لارې د پرانیستې په موخه هرات ته د سفر په جریان کې نن سهار د هرات حلقوي سرک پرانیست.
جمهوررئیس غني د هرات د حلقوي سرک د پرانیستنې پر مهال په خپلو خبرو کې د دغه ولایت خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، دغه سرک هرات ته د بین المللي ترافیک په زیاتولو سره د ترانزیټ له پلوه د دغه ولایت ارزښت زیاتوي.
دغه راز د هېواد جمهوررئیس د زیربناو په برخه کې د ایټالیا د حکومت او د خلکو د همکاریو مننه وکړه.
د هرات ۴۵ کیلومتر اوږد حلقوي سرک د ایټالیا حکومت د ۲۲.۵ میلیون ډالرو په مالي مرسته د اسلام کلا سرک او د هرات ـ کندهار لویې لارې ترمنځ جوړ شوی دی
د مطلب کود: 175889