دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 175889
جمهوررئیس غني: د هرات حلقوي سرک به د ترانزیټ له پلوه د دغه ولایت ارزښت زیات کړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د لوړپوري دولتي پلاوي په مشرۍ د لاجورد لارې د پرانیستې په موخه هرات ته د سفر په جریان کې نن سهار د هرات حلقوي سرک پرانیست.

جمهوررئیس غني د هرات د حلقوي سرک د پرانیستنې پر مهال په خپلو خبرو کې د دغه ولایت خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، دغه سرک هرات ته د بین المللي ترافیک په زیاتولو سره د ترانزیټ له پلوه د دغه ولایت ارزښت زیاتوي.
دغه راز د هېواد جمهوررئیس د زیربناو په برخه کې د ایټالیا د حکومت او د خلکو د همکاریو مننه وکړه.
د هرات ۴۵ کیلومتر اوږد حلقوي سرک د ایټالیا حکومت د ۲۲.۵ میلیون ډالرو په مالي مرسته  د اسلام کلا سرک  او د هرات ـ کندهار لویې لارې ترمنځ جوړ شوی دی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjk0fnyt05j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته