دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 175890
په هرات کې پیل کړل د افغانستان په ټولو ولایتونو کې به تکرار شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار هرات ولایت ته د خپل سفر په جریان کې د لاجورد لارې ځمکنی دهلېز پرانیست.
د لاجورد لارې د پرانیستې شانداره مراسم د لوړو پوړو دولتي مسوولینو، د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې د لوړپوړو مقاماتواو په افغانستان کې د مېشتو کورډيپلوماتیک غړو په ګډون د هرات په مولانا تالار کې ترسره شول.
جمهوررئیس غني د هرات د بڼوال ګل احمدخان د ځمکنیو دهلېزونو د پرانیستې غوښتنې ته په اشارې وویل، د یو مسول حکومت معیار دادی چې د خپلو خلکو غوښتنې عملي کړي.
جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو په ځانګړي ټول د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مرستیال جنرال نعمت الله خلیل او د هغه د ملګرو روح د دعا پرمهال وویل، زموږ د هر جنرال، افسر، سرتېري او ساتنمن درد د ټولو افغانانو درد دی. هغه له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د افغانستان د دفاع په ځانګړي ډول د ملي پروژو له امله مننه وکړه.
د هیواد جمهور رئیس وویل، د فاریاب ولایت خلکو ته چې د لاجورد لارې بله نقطه ده هم د دې لارې د پرانیستې مبارکي وایم. هغه زیاته کړه، نن زموږ د دې موخې پر وړاندې چې په صادراتي او نښلول شوي هیواد د افغانستان بدلول دي، یو لوی خنډ لیرې شو.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، ۱۷ کاله وړاندې افغانستان په انزوا کې و، اما نن افغانستان اتصال پیدا کړی. هغه زیاته کړه، د افغانستان، خلکو او اقتصادي قشر موخه وصل دی، موږ وصل غواړو نه فصل، موږ جدایي نه،  اړیکې او همکاري غواړو.
جمهور رئیس وویل، لاجورد لاره څلور زره کاله سابقه لري، مصر او هند ته د بدخشان لاجورد له همدې لارې صادرېدل. موږ پراخې لارې لرو، له یوې لارې پورې محدود نه یوو او سلګونه د وصل لارې غواړو.
هغه وویل، هرات د سیمه ییزو اړیکو زیور کې د یاقوت حیثیت لرلی او طاهر فوشنجي د سیمې او اسلامي هیوادونو تاریخ بدل کړ او له ختیځ څخه لویدیځ ته علم او صنعت د هغه په وسیله لاره ومونده.
جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې موږ غواړو خپل روښانه تېر بیا احیا کړو وویل، افغانستان په عمومي او هرات په خاصه توګه څلور لاره وه. پخوا موږ د څلور لارې، د تفکر او لویو لارو موقعیت درلود. نن د هند د نیمې وچې، مرکزي اسیا، قفقاز او اروپا څلور لاره هم یوو.
جمهور رئیس په منطقوي اتصال کې په ځانګړي ډول د لاجورد لارې د بریالۍ پرانیستې په اجرا کې د ترکمنستان د جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف، د اذربایجان د جمهوررئیس الهام علي یوف، د ګرجستان د جمهوررئیس او د ترکیې د جمهوررئیس رجب طیب اردوغان د رول مننه وکړه.  
جمهوررئیس زیاته کړه، دا همکارۍ د دې نښه ده چې زموږ شمالي ګاونډیان پر افغانستان باور لري او ژر به د هرات انګور، مرمر ډبرې او زعفران هم اروپا ته ورسېږي. همدارنګه به د کندهار انار، د سمنګان  او زابل بادام او د افغانستان ټول کرنیز پیداوار د نړۍ بازارونو ته ورسېږي.
جمهوررئیس هیله څرګنده کړه چې ټول افغانان دې د لاجورد دهلېز د پیل جشن ونیسي او زیاته یې کړه، نورو ۲۰ سرحدي ولایتونو ته مې پیغام دادی څه مو چې په هرات کې پیل کړل د افغانستان په ټولو ولایتونو کې به تکرار شي.
هغه وویل، د لاجورد لارې پرانیسته به د افغانستان تاجرانو او پانګوالو ته د محصولاتو او پیداوار د انتقال فرصت برابر کړي، تر څو له خپلو ظرفیتونو څخه د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې استفاده وکړي. هغه ټینګار وکړ هر قدم باید په تدبیر، دقت او سرعت واخیستل شي.
په دې مراسمو کې د ټرانسپورت وزیر محمدحمید طهماسي د اړوندو بنسټونو او خصوصي سکتور په استازیتوب وویل، د لاجورد لارې پرانیسته د افغانستان او سیمې هیوادونو د ګډو کوښښونو بله نمونه ده چې د سوداګریزو او ترانزیتي همکاریو د پراختیا په موخه ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه، د لاجورد لارې پرانیسته د دې لارې د اجرا لپاره د غړو هیوادونو د تعهد څرګنده نمونه ده او د هغې موافقتنامې لاسلیک د افغانستان پر محور د سیمه ییزه کوښښونو د عطف نقطه ده.
د ټرانسپورټ وزیر وویل، د لاجورد موافقتنامې اجرا د اروپا او اسیا وچو ترمنځ اتصال او سوداګرۍ سره مرسته کولی شي او له لاجورد لارې څخه ترکیې ته د لومړۍ صادراتي جوپې په انتقال کې د پنبې تار، کشمش، د هندواڼې تخم او کونځلې په کې شاملې دي د افغانستان پلېټ لرونکو ۹ باروړونکو موټرو په وسیله د  (TIR) سیستم چوکاټ کې انتقالېږي.  
همدارنګه  د ترکمنستان د ټرانسپورټ وزیر اوراز دوردي سوخالوف افغانستان د ترکمنستان نږدې او ورور ګاونډی وباله وې ویل، افغانستان او ترکمنستان ستراتیژیکې اړیکې لري او دا اړیکې به په راتلونکي کې لا  پراخه شي.
نوموړي سیمه ییزې همکارۍ ته د خپل هیواد د جمهوررئیس د پاملرنې یادونه وکړه او د لاجورد لارې پرانیسته یې د لنډوالي، د سوداګریزو مالونو چټک لېږد رالېږد، د سیمه ییزو کارخانو د همکارۍ زیاتوالي، د توکو ودې او همدارنګه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهمه وبلله او په یادو همکاریو کې یې د خپل هیواد د زیاتې ونډې ډاډ ورکړ.
په همدې ترتیب په کابل کې د ترکیې مېشت سفیر وویل، لاجورد لار د غړو هیوادونو په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې ډېره مهمه ده، ځکه امنیت او اقتصاد سره تړلي دي.
هغه پر دې په ټینګار چې افغانستان سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري زیاته کړه، د لاجورد لارې په څېر ترکیه د سیمه ییز اتصال پروژ، ملاتړ کوي.
د ترکیې سفیر وویل، زموږ همکارۍ تر سیمه ییزو همکاریو پورې ځانګړې نه دي، موږ په وروستیو کې هڅه کړې چې د افغانستان او ترکیې اړیکې تر پخوا لا زیاتې پراخه شي.
 
https://avapress.com/vdcf1tdyxw6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته