دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 175899
هیڅ شخص ثقلیه اسلحی حمل حق نه لری
هیڅ دولتی او غیری دولتی مسؤول کس د خپل شخصی امنیت په نامه، نه شی کولای هیڅ ډوله ثقلیه اسلحی لکه دهشکه، راکت او پیکا د ځان سره حمل کړی.

 د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د فراه ښار ښه نظم او امنیت تامین لپاره د ولایت نظامی شورا فیصله په اساس د فراه شریف اوسیدونکو ته رسول کیږی:
۱  - هیڅ دولتی او غیری دولتی مسؤول کس د خپل شخصی امنیت په نامه، نه شی کولای هیڅ ډوله ثقلیه اسلحی لکه دهشکه، راکت او پیکا د ځان سره حمل کړی.
۲  - ښاری ګارنیزیون دا دنده لری ټول تور هنداری لرونکې وسایط چی عامه نظم اخلال لامل ګرځی شناسائی او هنداری یی سپین او یا له منځه یوسی.
۳  - ښاری ګارنیزیون دادنده لری چی مشکوک کسان چی غواړی تروریستی اعمال ترسره کړی ګرفتار او مسؤول ارګانونو ته تسلمی کړی.
۴  - ټول دولتی او غیری دولتی اشخاص خپل شخصی امنیت لپاره خفیفه اسلحی لکه کلاشینکوف او تفنګچه په اختیار کې لری، خپل اسلحی د پولیس په اداره کې ثبت او قانونی مجوز د اسلحو حمل لپاره اخذ کړی. بیله هغه اسلحی به یی راټول او ذیربط ارګانونو ته وسپارل شی.
 
لوړ فیصله د ۱۳۹۷/۰۹/۲۴ نیټی څخه عملی او تطبیق کیږی.
 
https://avapress.com/vdceon8zojh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته