دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 175901
هېوادکې  ۵۲ وسله وال مخالفین وژل شوي
ویل کیږی، افغان امنیتی ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې عملیات کړی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د دفاع وزارت نن ورځ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلی دی، وسله والو طالبانو ته یاد مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې.
خبرپانه زیاتوی، افغان ځواکونو ۱۵ ګډ چاڼیز او ۱۰۱ ځانګړي کمانډويي عملیات د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې تر سره کړي دي.
سرچینی وایی، دغه عملیات په لغمان، ننګرهار ، کونړ، میدان وردګ، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، زابل، کندهار، هلمند، فراه، غور، بادغیس، سمنګان او فاریاب ولایتونو کې تر سره شوی دی.
د د فاع وزارت خبرپانه کي ویلی، د دغه عملیاتو پر مهال ۷۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچینی وایی، په دې ټولو ولایتونو کې ۵۲ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۴ نور ټبیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdciuwazzt1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته