د پاکستان صدراعظم وايي، هېواد يې د روانې ډيسمبر میاشتې په ۱۷ مه د امریکا او طالب مشرانو ترمنځ مخامخ خبرې تنظیم کړي دي.
امریکا او طالبان په پاکستان کې را روانه دوشنبه د افغان سولې په اړه مخامخ خبرې کوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 قوس 1397 ساعت 10:33
د پاکستان صدراعظم وايي، هېواد يې د روانې ډيسمبر میاشتې په ۱۷ مه د امریکا او طالب مشرانو ترمنځ مخامخ خبرې تنظیم کړي دي.
امریکا او طالب مشران را روانه دوشنبه د افغانستان د سولې په اړه په خپلو کې مخامخ خبرې کوي.
دا خبره د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون په پېښور کې یوې غونډې ته په وینا کې وکړه.
د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د عمران خان په حواله ویلي دي چې پاکستان د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاري کوي.
عمران خان ویلي دي چې امریکا اوس پاکستان ته دا نه وايي چې د طالبانو پر ضد لا نور ګامونه واخلي، بلکې په افغانستان کې پر سوله ییز حل ټینګار کوي او په دې برخه کې د پاکستان د همکارۍ غوښتونکی دی.
په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن شنبه په کابل کې د افغانستان ،پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران درې اړخیزه غونډه کوي او د سولې پروسه د دې غونډې د خبرو د اجنډا برخه ده.
د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ پاکستان ته سفر درلود او د دې هېواد له مشرانو يې وغوښتل چې طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.
ښاغلي خلیلزاد سیمې ته په خپل اوسني سفر کې تر اوسه پورې له افغان مشرانو، پاکستانیانو، روسي چارواکو او د ناټو له مقاماتو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي او تمه ده چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به په متحده عربي اماراتو او قطر کې هم خبرې او بحثونه وکړي.
سیمې ته د زلمي خلیلزاد سفر د روانې ډيسمبر میاشتې په اتلسمه نېټه پای ته رسېږي.
د مطلب کود: 175928