دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 175935
یو اس اې ټو ډې: امریکا په افغانستان کې نږدې یو ټریلیون ډالره لګولي دي
یو اس اې ټو ډې ورځپاڼې په افغانستان کې په یوه غیر جنګي پېښه کې د امریکايي سرتیري په وژل کېدو تمرکز کړی دی.


د امریکا متحده ایالتونو د پوځ د یوه بیان په حواله یو اس ټو ډې لیکلي چې پېښه د پنجشنبې په ورځ شوې او اوس یې په اړه څېړنې روانې دي.د ورځپاڼې په لیکنه د دغه سرتیري کورنۍ ته تر خبر ورکولو پورې یې د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
یو اس اې ټو ډې لیکلي چې امریکا متحده ایالتونو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له پرځولو را وروسته په افغانستان کې نږدې یو ټریلیون ډالره لګولي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmtdytw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته