دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 175945
په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې د جګړې او پلان قوماندانان ووژل شول
ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ باندر درې په چونګښۍ سیمه کې تېره شپه صفر دوه قطعې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې د جګړې او پلان جوړونې قوماندانان ووژل شول .
وژل شوی د داعش ډلې نظامي قوماندان زاهد اصلا د باجوړ سیمې او پلان جوړونکی خالد د اورکزیو سیمې اوسیدونکی دی،چې د وژل کېدو پر مهال ورڅخه دوه میله کلاشینکوفونه، پرتلې،لاسي بمونه،شاژرونه،د داعش د هویت کارت، یوه پایه ایکم مخابره او یو شمیر نور توکې د صفر دوو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د مالوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtn9qnak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته