دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 175946
سره رود او خوږياڼو کې د عملياتو پرمهال يو شمېر سيمې له مخالفينو پاکې شوې
ننګرهار ولايت سره رود او خوږياڼو ولسواليو کې د افغان ګډو ځواکونو د جګړه ييزو او چاڼيزو عملياتو پرمهال يو شمېر سيمې له مخالفينو پاکې او يو شمېر وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 
د معلوماتو له مخې د دغو عملياتو پرمهال د خوږياڼو ولسوالۍ کيلغو، زاوه، حکيم اباد، اتمان خيل او رئيس خيل او په سره رود کې هم يو شمېر سيمې له مخالفينو پاکې شوي دي او عمليات لا هم دوام لري.
د عملياتو پرمهال په خوږياڼو ولسوالۍ کې درې تومانچې تر لاسه شوي او د مخالفينو له لوري يو ځای پر ځای شوی ماين لمنځه وړل شوی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkmnz-23nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته