کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاغوري ولسوالۍ کې(۶) ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتي او د وسلو یوه زیرمه هم کشف شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 قوس 1397 ساعت 14:53

د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ په اړوند کې د سړک غاړي ماین چاودنه کې (۶) ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي او د یادي ولسوالۍ په اړوندو کې د وسلو یوه زیرمه کشف او د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي ده.


تیره ورځ مازدیګر شاوخوا(۴:۰۰) بجي د جاغوري ولسوالۍ اړوند حوتقول سیمي ته څیرمه د ملکي کسانو پر موټر د سړک غاړي ماینه چاودنه شوي، چې پکي (۲) ملکي کسان شهیدان او (۴) تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي.
دغه راز تیره ورځ د ملي پولیسو او ملي امنیت منسوبینو لخوا د جاغوري ولسوالۍ په اب خوی سیمه کې له یوه کور څخه د وسلو یوه زیرمه کشف او پکي یو میل دهشکه، یو میل ۸۲ ملي متري توپ، د پیکا ۱۳۱۳۰ فیره مرمۍ، د کلاشینکوف ۳۲۵۰ فیره مرمۍ، ۱۰۲ فیره راکټ انداز، د دهشکي ۲۳۸۲ فیره مرمۍ، د ام شپاړلس ۲۵۲۰ فیره مرمۍ، ۷ کړۍ لاسي بمونه، د هاوان ۵ مرمۍ، ۲۵ حلقي بم افګن، د ۸۲ ملي متري توپ ۲۴ کړۍ سرګلولي او د آګیس ۵۰ فیره مرمۍ د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د وسلو د یادي زیرمي په تړاو د کور څښتن هم نیول شوی دی.


د مطلب کود: 175957

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175957/جاغوري-ولسوالۍ-کې-۶-ملکیانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتي-او-د-وسلو-یوه-زیرمه-هم-کشف-شوه

آوا
  https://www.avapress.com