دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 175957
جاغوري ولسوالۍ کې(۶) ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتي او د وسلو یوه زیرمه هم کشف شوه
د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ په اړوند کې د سړک غاړي ماین چاودنه کې (۶) ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي او د یادي ولسوالۍ په اړوندو کې د وسلو یوه زیرمه کشف او د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي ده.
تیره ورځ مازدیګر شاوخوا(۴:۰۰) بجي د جاغوري ولسوالۍ اړوند حوتقول سیمي ته څیرمه د ملکي کسانو پر موټر د سړک غاړي ماینه چاودنه شوي، چې پکي (۲) ملکي کسان شهیدان او (۴) تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي.
دغه راز تیره ورځ د ملي پولیسو او ملي امنیت منسوبینو لخوا د جاغوري ولسوالۍ په اب خوی سیمه کې له یوه کور څخه د وسلو یوه زیرمه کشف او پکي یو میل دهشکه، یو میل ۸۲ ملي متري توپ، د پیکا ۱۳۱۳۰ فیره مرمۍ، د کلاشینکوف ۳۲۵۰ فیره مرمۍ، ۱۰۲ فیره راکټ انداز، د دهشکي ۲۳۸۲ فیره مرمۍ، د ام شپاړلس ۲۵۲۰ فیره مرمۍ، ۷ کړۍ لاسي بمونه، د هاوان ۵ مرمۍ، ۲۵ حلقي بم افګن، د ۸۲ ملي متري توپ ۲۴ کړۍ سرګلولي او د آګیس ۵۰ فیره مرمۍ د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د وسلو د یادي زیرمي په تړاو د کور څښتن هم نیول شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjiievauqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته