دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 175958
کونړ کې د القاعد شبکې څلورو غړو په ګډون (۵۰) وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د تیرې جمعې په شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له خوا د کونړ ولایت شلتن ولسوالۍ اړوند سونو کلي کې د وسله والو مخالفینو پرضد شپني عملیات ترسره شول چې د القاعده شبکې څلورو غړو،ابوحمزه،عمرالبدر،یاسین ،عاصم او د وسله والو طالبان مشهور قومندان معاویه په ګډون (۳۸) تنه وسله وال وژل شوي او (۱۲) ټپیان دي،په پېښه کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

 
 
 د کونړ والي ښاغلی عبدالستار میرزکوال وايي، دغه عملیاتو کې  څو ماشومانو او مېرمنو ته هم مرګ،ژوبله اوښتې، چې د ښې څېړنې په موخه یې سیمې ته پلاوی لېږلی دی.
 
 
ښاغلی میرزکوال وایي، د عملیاتو پر مهال وسله والو له امنیتي ځواکونو سره مقاومت هم کړی، خو امنیتي ځواکونو ته پکې هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
دغو عملیاتو کې امنیتي منسوبینو ته د وسله والو یو شمېر  وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي، چې ځای پر ځای له منځه وړل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcammn6a49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته