کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ کې د القاعد شبکې څلورو غړو په ګډون (۵۰) وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 قوس 1397 ساعت 15:00

د تیرې جمعې په شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له خوا د کونړ ولایت شلتن ولسوالۍ اړوند سونو کلي کې د وسله والو مخالفینو پرضد شپني عملیات ترسره شول چې د القاعده شبکې څلورو غړو،ابوحمزه،عمرالبدر،یاسین ،عاصم او د وسله والو طالبان مشهور قومندان معاویه په ګډون (۳۸) تنه وسله وال وژل شوي او (۱۲) ټپیان دي،په پېښه کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.



 
 
 د کونړ والي ښاغلی عبدالستار میرزکوال وايي، دغه عملیاتو کې  څو ماشومانو او مېرمنو ته هم مرګ،ژوبله اوښتې، چې د ښې څېړنې په موخه یې سیمې ته پلاوی لېږلی دی.
 
 
ښاغلی میرزکوال وایي، د عملیاتو پر مهال وسله والو له امنیتي ځواکونو سره مقاومت هم کړی، خو امنیتي ځواکونو ته پکې هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
دغو عملیاتو کې امنیتي منسوبینو ته د وسله والو یو شمېر  وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي، چې ځای پر ځای له منځه وړل شوي دي.

 


د مطلب کود: 175958

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175958/کونړ-کې-د-القاعد-شبکې-څلورو-غړو-په-ګډون-۵۰-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com