کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه ناسته تر سره شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 قوس 1397 ساعت 15:34

د شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۴) له غرمې مخکې په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د سیمې د سولې او ثبات په اړه د همکاریو درې اړخیزه ناسته تر سره او بیا یوې خبري ناستې ته راڅرګند شول.



د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني څرګنده کړې، چې مونږ د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزه، په افغانستان کې د روانې جګړې پر پای ته رسولو او د سیمې د ثبات په اړه پر ګډو همکاریو خبرې او بحث وکړ.
په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات په اړه د چین د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کړې، چې مونږ(درې واړو هېوادونه) د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې ته ژمن یو او په دې اړه یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو.
هغه دغه راز وویل: د افغانستان خلکو ۴۰ کاله جګړه تجربه کړې ده؛ ځکه، نو د افغانستان د خلکو هیله سوله ده او چین په دې اړه له خپلو مرستو ډډه نکوي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې همکارۍ په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل: زه د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور رامنځته کولو لپاره راغلی یم؛ ځکه که د دواړو هېوادونو تر منځ ډاډ او باور رامنځته نشي، دغه ناستې به ښکاره پایلې ونلري.
نوموړي د خبري ناستې د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړه، چې پایلې ته د رسیدو لپاره باید په خپلو اندونو کې بدلون رامنځته کړو. تاسې اوږدې او بېلابېلې جګړې تجربه کړې؛ پر تورلګولو موخې ته نه رسیدی شو او نه د سولې په اړه کډه هوکړه کولی شو. د دې لپاره ګډو هڅو او ژمنو ته اړ یو.    
د سولې درې اړخیزو خبرو لومړی پړاو د ۲۰۱۷ کال پر دسمبر د چین، افغانستان او پاکستان تر منخ د چین په پلازمېنه بیجنګ کې تر سره شو، چې درې واړه هېوادونه هغه مهال د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې ته ژمن شول.  
د یادونې ده، چې درې واړه اړخونه په سیمه کې د سولې او ثبات، د سیمه ییزې مرستې د پیاوړتیا، اقتصادي همکارۍ او د سیمې د امنیت لپاره ګډوهڅو ته بیا هم ژمن شول.  
 


د مطلب کود: 175959

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175959/په-کابل-کې-د-افغانستان-چین-او-پاکستان-درې-اړخیزه-ناسته-تر-سره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com