دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 175967
ارشیف
ارشیف
په لوګر کې د کابل ګردېز پر لویه لاره یوې ټرافیکې پېښې لږترلږه نهه کسان وژلي او ۷ نور یې ټپیان دي.

چارواکي وایي، مرګ ژوبله له یوه کاسټر بس سره د یوه سراچه موټر د ټکر له کبله اوښتې ده.
د ګردېز ساحوي روغتون یو تن نوکریوال ډاکتر ازادي راډیو ته وويل، د پېښې له ځایه دوی ته د اتو تنو جسدونه ور وړل شوي چې دوه تنه یې د همدغه روغتون اداري کارکوونکي وو او شپږ تنه نور یې عام وګړي دي.
د پکتیا ولایت د روغتیا رئیس ډاکتر ولایت خان احمدزي ازادي راډيو ته وویل، د پېښې له ځایه شپږ تنه ټپیان او یو بل وژل شوی کس د لوګر ولایتي روغتون ته لېږدول شوي.
احمدزي زیاته کړه:
"کاسټر موټر د پکتیا د ساحوي روغتون دی چې له کابله یې پکتیا ته د روغتون کارکوونکي لېږدول."
په افغانستان کې د سړکونو خراب وضعيت، له حده زیات سرعت او د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول ډېر کله د دا ډول خونړیو ټرافیکي پېښو سبب کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaimn6049n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته