کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: په جوزجان کې د طالبانو په برید کې ۶ امنیتي سرتېري وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 قوس 1397 ساعت 16:49

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې پر دوو پوستو د وسله والو طالبانو برید کې شپږ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.


د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر کمال الدین یاور نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې دا بریدونه تېره شپه د منګوټي په سیمه کې شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې ده چې دې پېښه کې ۹ سیمه ییز پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د سیمې خلک وايي چې وسله والو طالبانو د څو ساعتونو لپاره یوه پوسته نیولې او د پوستې ټول تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.
په پېښه کې طالب وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
بل خوا په سیمه کې د شاهین قل اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جوزجان په فیض اباد او د کندز په قلعه ذال ولسوالیو کې یې په هوايي بریدونو د طالبانو د دوو مهمو قوماندانانو په شمول اووه تنه وسله وال وژلي دي.
 


د مطلب کود: 175969

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175969/چارواکي-په-جوزجان-کې-د-طالبانو-برید-۶-امنیتي-سرتېري-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com