د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره چې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و، نن ماسپښین په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
جمهوررئیس غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 قوس 1397 ساعت 18:40
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره چې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و، نن ماسپښین په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې پر دوه اړخیزه همکاریو، تروریزم سره پر ګډې مبارزې او د تروریزم ضد مبارزې په برخه کې د همکاریو د تفاهم پر یاداشت بحث او خبرې وشوې.
جمهوررئیس غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ تروریزم سره پر ګډې مبارزې او د تروریزم ضد مبارزې په برخه کې د همکاریو د تفاهم پر یاداشت چې نن د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لاسلیک کړ، خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لا زیاتې باوري فضا د رامنځته کولو په برخه کې وویل، باثباته افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی
د مطلب کود: 175979