دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۴۷
د مطلب کود : 175993
پاکستان به ډېر ژر د طالب او امریکایي استازیو د خبرو کوربه شي-عمران خان
د پاکستان لومړی وزیر وایي، دوی طالبان د امریکا له استازي سره خبرو ته حاضر کړي او د افغانستان شخړه له خبرو اترو پرته بله لار نلري.

پاکستان د افغانستان د سولې په بحث کې یو ګام مخته کېښود او د دغه هېواد لومړی وزیر عمران خان وایي؛ واشنګتن له پاکستان غوښتي، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي: یو مهال امریکا مونږ د ترهګرو ملاتړي یادولو؛ خو اوس یې له مونږ غوښتي، چې طالبان له هغوی سره د سولې خبرو میز ته حاضر کړو. ما هم وویل، چې له خبرو پرته بله لار نشته. د الله پاک په مرسته وتوانیدو، چې د روانې میاشتې پر اووه لسمه د امریکا او طالبانو تر منځ مستقیمو خبرو اترو ته زمینه برابره کړو.
د عمران خان په خبره، په دې ناسته کې د افغانستان استازي نشته.
د سولې عالي شورا غړی قاضي امین وقاد وایي: له امریکا سره د طالبانو کتنه د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل لپاره د زمینې برابرولو په موخه تر سره کیږي.
د طالبانو د ډلې پخوانی غړی سید اکبر آغا وایي: د پاکستان په ناسته کې به د طالبانو د قطر دفتر استازي له امریکایانو سره وغږیږي او د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو به سلا مشورې وشي.
نوموړي څرګنده کړې، چې امریکا غواړي پاکستان اړ کړي، چې پر طالبانو په افغانستان کې د دوی مرکزونه ومني؛ خو طالبانو دا موضوع رد کړې ده.  
پخوانی پوځي محمد رادمنش  وایي: د پاکستان لخوا  د مذاکراتو میز ته د طالبانو حاضرول ښیي، چې دا هېواد پر طالبانو ډېر نفوذ لري او کولی شي د افغانستان د سولې بهیر کې څرګند رول ولوبوي.
که څه هم طالبانو څو ځله له امریکایي چارواکو سره څو ځله د افغانستان جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې کړي؛ خو دا ډله تر اوسه نده حاضره شوې، چې د افغانانو تر منځ په خبرو کې کیني. لدې سره دا هیلې را ټوکیدلي، چې سیمې ته د زلمي خلیلزاد د دوه یم سفر هڅې به د افغانستان شخړې د پای ته رسولو لپاره ښه پایله ولري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhievtuqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته