کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کلیمزی: د غزني امنیتي وضعیت ښه شوی او د انتقال شویو ولسوالېو مرکزونه به بیرته په اصلي ځایونو کې فعال شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 قوس 1397 ساعت 10:47

د غزني ولایت امنیتي وضعیت په دي وروستیو کې د ګډو افغان امنیتي ځواکونو او ائتلاف قواوو د هوایې ملاتړ په ترڅ کې د تیر په پرتله ښه شوی او ورځ تر بلي د ښه کیدو په حال کې دی.



دا په داسي حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونو په دي وروستیو کې د مرکز غزني او له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ ولسوالېو کې د ګڼو چاڼیزو عملیاتو،  کومانډو، افغان هوایې او ائتلاف ځواکونو هم د کومانډویې او هوایې عملیاتو په ترسره کولو سره د مخالفینو ګڼ میشت ځایونه او مرکزونه په نښه کړي، چې په ترڅ کې یې سلګونه مخالفین او د هغوی یو شمیر مهم قومندانان او سرګروپان له منځه تللي دي.
په تیرو دریو میاشتو کې د ترسره شویو پوځي عملیاتو ترڅنګ، د رواني لیندۍ(قوس) میاشتي په اوږدو کې د مرکز غزني او ځینو ولسوالېو په اړوندو کې د (۳۳) هوایې او کومانډویې عملیاتو په ترڅ کې د (۴۳) پاکستانیو اتباعو په ګډون د دولت څه باندي(۳۰۰) مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتي او(۲۶) تنه یې ژوندي نیول شوي دي، چې ورسره د مخالفینو صفونه مات او ورته قوي ضربه رسیدلي ده.
د غزني والي الحاج وحیدالله کلیمزی، سره له دي چې له امنیتي اړخه د دي ولایت ولسونو ته ډاډ ورکوي، وایې چې ډیر ژر به د دي ولایت له لاسه ورکړو ولسوالېو د بیرته نیولو او په اصلي مرکزونو کې د انتقال شویو ولسوالېو د بیرته فعالولو په موخه پراخ او قوي پوځي عملیاتونه ترسره شي.
د یادوني وړ ده چې د غزني ولایت ناوه ولسوالۍ شاوخوا ۱۳ کاله مخکي، اجرستان او خواجه عمري ولسوالۍ هم څو میاشتي مخکي پر غزني ښار د مخالفینو د پراخ برید پر مهال د امنیتي ځواکونو له لاسه وتلي، زنخان، رشیدان، واغظ، اندړ او خوګیاڼي ولسوالۍ هم د تیرو شپږو کلونو په اوږدو کې د امنیتي پرسونل د کموالي، لوړو امنیتي ګواښونو او د اکمالاتو برخه کې د جدي ستونزو له کبله، له خپلو اصلي مرکزونو څخه نورو سیمو ته انتقال شوي دي.

 


د مطلب کود: 176022

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176022/کلیمزی-د-غزني-امنیتي-وضعیت-ښه-شوی-او-انتقال-شویو-ولسوالېو-مرکزونه-بیرته-په-اصلي-ځایونو-کې-فعال-شي

آوا
  https://www.avapress.com