کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوناما: د کنړ هوایی بریدونو له امله ملکی تلفاتو په اړه څیړنه کوو

25 قوس 1397 ساعت 15:59

یوناما پر ټوېټر لیکلي چې د کنړ په شلتن ولسوالۍ کې دوی ته د هوایي بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو داسي راپورونه ور رسیدلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.



یوناما په دې  بیان کې زیاتوي چې د دوی د بشري حقونو ځانګړې ډله د دې رپوټونو په تړاو څېړنه ترسره کوي.
رپوټونه وایي چې د جمعې په شپه د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې هوایي بریدونه شوي دي او د دې رپوټونو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي تلفاتو خبرونه خپاره شوي دي.
د کونړ د ولایتي شورا غړي، عبدالطیف فضلي رسنیو ته ته ویلي چې په دې بریدونو کې ۲۰ ملګي وګړي وژل شوي دي.
 په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ، د غوڅ ملاتړ ماموریتویاند بیا د ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ناسم بولي او زیاتوي چې د افغان ځواکونو پهدغوعملیاتو کې چې امریکايي قوتونو یې هوايي ملاتړکاوه، تر ۴۰  زیات طالبان وژل شوي دي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځینو ملکي وګړو د ټپي خبر نه رد وي او علت یې دا بولي چې ګواکې وسله وال طالبان له ملکي وګړو څخه د سپر په توګه کار اخلي.
د ملګرو ملتونو ادارې په افغانستان کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه ډ سېپټمبر تر پایه، د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي حملو کې د ۳۱۳ کسانو د وژل کیدو او ۳۳۶  ملکي وګړو د ټپي کیدو خبر خپور کړی دی.
د یادونې وړ دی چې د نوومبر په ۲۸ مه د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو  کې د ۳۰ ملکي وګړو د وژل کېدو خبرونه هم خپاره شوې وو.
 


د مطلب کود: 176043

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176043/یوناما-د-کنړ-هوایی-بریدونو-له-امله-ملکی-تلفاتو-په-اړه-څیړنه-کوو

آوا
  https://www.avapress.com