ټاکل شوې وه چې دغه ښځینه ښارواله د لیندۍ په ۲۴مه په رسمي توګه د میدا وردګو ولایت د ښاروالې په توګه معرفي شي خو وسله والو کسانو نوموړي د ښاروالۍ انګړ ته له ننوتلو څخه منع کړه.
میرمن ظریفه غفاري د ازادې سیالۍ له لارې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئیس د فرمان پر بنسټ، د میدان وردګو ولایت د ښاروالې په توګه وټاکل شوه، خو د څو میاشتو په تیریدو سره د یاد ولایت د والي او نورو سیمه ییزو چارواکو د نه پاملرنې له امله یې لا په کار پیل نه دی کړی.
میرمن غفاري رسنیو ته ویلي، دا لومړی ځل دی چې یوه ښځینهښارواله له ګوندي او سیاسي اړیکو پرته د میدان وردګو ولایت ښارواله ټاکل کیږي، هغهزیاتوي، دا دریم ځل دی چې د معرفي کیدو په پار یې له کابل څخه رسمي مکتوبونه وړي دي خو هلته یې د زورواکو له لوري د معرفي مخه نیوله کیږي.
نوموړي زیاتويټولو دولتي بنسټونو ته هم په دې موخه ورغلې چې مرسته ورسره وکړي خو لا یې د کارپیلونې په مخ کې پراته خنډونه له مخه نه دي لرې شوي.
د هیواد د ښاروالانو په ټاکنه کې ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی نقش لري ان تر دې چې له ډېرو ښاروالانو څخه یې پخپله مصاحبې هم اخیستې دي.
دا په داسې حال کې ده چې عذرا جعفري په ۱۳۸۷ کال کې د سیمه ییزو ارګانونو له لوري د دایکندي ولایت د نیلي ښار د ښاروالې په توګه معرفي شوې وه.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې باید ښاروالان د خلکو د مستقیمو رایو پر بنسټ وټاکل شي خو لا تر اوسه د ښاروالیو ټاکنې په افغانستان کې نه دي په لاره اچول شوې.