دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۶
د مطلب کود : 176052
د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکي سیسټم بریښنایي کول
دغه راز د دې الکټرونیکي سیستم پر مټ به د اسنادو د جعل کارۍ او تزویر مخه ډب او د افغانستان ملي امنیت ډاډ من شي
د مخابراتو او معلوماتې ټکنالوژۍ وزارت نن یکشنبې د روان کال لیندۍ ۲۵ مه د افغانستان ټرافیکي سیسټم عصري کولو او د اړونده پروسو د ساده کولو په تړاو د کورنیو چارو وزارت سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد  پروګرام چې د ملي هویت اسنادو د برېښنایي کولو یوه برخه ده، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ متخصیصینو لخوا مخته وړل کېږي چې په کې د ښاري ټرافیکي خدمتونو بریښنایي کول، د خدماتو آسانتیا او پراختیا او د ټرافیکو مدیریتونو او د ټرافیک پوليسو عمومي ریاست د پیریدونکو رضایت لاسته راوړل شامل دي.
 دغه برنامه د اړونده کارکوونکو د ظرفیت پراختیا، د ټرافیکی بهیر ساده کول، د معلوماتو ذخیره کول یا Database جوړول او د ټرافیکي سیسټم کنټرول لپاره تکس لین او سرور Server جوړول په کې شامل دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر محترم شهزاد آریوبي وویل چې ددغه سیسټم جوړېدل به د ټرافيکو په سيسټم کې لازم روڼوالی او چټکوالۍ رامنځته کړي او د ټرافیکو مدیریتونو او د ټرافیک پوليسو عمومي ریاست د مدیریت بهیر که به یو ګټور ګام وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgn39qxak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته