دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 176053
په فاریاب کې د طالبانو له شتون ۲۰ کلي پاک شول
د فاریاب ولایت چارواکو ویلي، چې د ایثار ۱۰ عملیاتو په پایله کې د دې ولایت د اندخوی او قرغان ولسوالیو ۲۰ لول او واړه کلي د وسلوالو مخالفانو له شتون پاک او وپلټل شول.

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش ویلي، چې وسلوالو مخالفانو له جګړې پرته دغه کلي خوشې کړي او ښکېلو خواوو ته په دې برید کې ځاني زیان نه دی رسیدلی.
د یورش د څرګندونو له مخې؛ د دغه ولایت د خواجه سبزپوش د اړوند ولسوالۍ په شباختو کلي کې پر هوایي بریدونو د طالب سرګروپ نجیب الله لورکوز په ګډون ۸ طالبان وژل شوي او دغې ولسوالۍ ته د نومول شوی طالب ولسوال قاري عبدالوکیل متوکل په ګډون ۲ نور طالبان ټپیان دي.
طالبانو د دواړو پېښو په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchm-nzx23nqvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته