دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 176056
سنا مجلس معاون: برشنا د کابل برشنا پرچوی تطبیق په برخه کې دوه ګونی چلند کوی
سنامجلس لومړۍ معاون وایی چی افغانستان برشنا شرکت –برشنا- د کابل برشنا پرچوی تطبیق کې تبعیض آمیزه او غیری عادلانه چلند کوی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محمد علم ایزدیار د سنامجلس لومړۍ معاون، نن(یکشنبه قوس په ۲۵ نیټه) د مشرانو جرګه په عمومی ناسته کې وویل چی هرڅه که برشنا شرکت کابل پرچوی جدول همګانی کړی دی؛ خو ددی په دی جدول عمل نه کیږی.
د ښاغلی ایزدیار په وینا؛ برشنا شرکت په غیری عادلانه او تبعیض آمیزه توګه ځینی زورواکو ته ۲۴ ساعته برشنا ورکوی په داسی حال کې چی فقیر اوسیدونکې سیمی په ۲۴ ساعتونو کې د لسو ساعتونو څخه لږ برشنا لری.
هغه ټینګار وکړ چی افغانستان برشنا رسولو شرکت باید د دوه ګونۍ چلند څخه خودداری وکړی.
په همدی حال کې شهزاده ظاهر د سنا مجلس غړۍ هم کابل برشنا دوامدار پرچوی څخه نیوکه کړی او وویل که څه هم د جدول په اساس پرچوی باید حداقل یو ورځ په دوو ورځو کې برشنا ولرو، خو برشنا شرکت هره ورځ کابل دریم پروان برشنا سهار په ۴ بجو قطع کوی.
ښاغلی ظاهر زیاته کړه چی پلازمینی اکثره سیمی د دریم پروان په شان ورځ کې د ۱۲ ساعتونو څخه تر ۱۳ ساعتونو پوری برشنا پرچوی سره مخ دی.
دا خبری په داسی حال کې مطرح کیږی چی هیواد اوسیدونکې هم کابل برشنا پرچوی جدول نه تطبیق کیدو څخه شاکی دی او هغوی وایی چی دا جدول یواځی د خلګو خطا ایستلو لپاره دی.
مخکې د افغانستان برشنا رسولو شرکت مشر مجلس استجوابیه ناسته کې ویلی وو چی د پرچوی لست سم نه تطبیقیدو په صورت کې به ددی شرکت مامورین مجازات شی.
 
https://avapress.com/vdcamin6i49n0w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته