دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۹
د مطلب کود : 176057
حنیف همګام د افغانستان مشهور هنرمند له دی نړۍ څخه سترګې پټې کړي
ساعت مخکې د افغانستان د سینما مشهورې هنري څېرې حنیف همګام د 56 کالو په عمر د سردارمحمد داود خان په 400 بستریز روغتون کې ساه ورکړه

د حنیف همګام د کورنۍ د غړي له قوله حنیف همګام نن له غرمې وروسته د مغزي سکتې له امله په کابل کې ومړ.
سرچینهزیاتوي چې حنیف همګام څو اونۍ مخکې له مغزي سکتې وروسته د وزیر محمد اکبر خان په400  بستریز روغتون کې بستر شو او په دې موده کې نوموړی د کوما په حال کې وو.
حنیف همګام د افغانستان د سینما او تمثیل په نړۍ کې یو نامتو او بریالی ممثل وو چې په وروستیو څو کلونو کې یې د طلوع تلویزیون انتقادي کمیډي خپرونې پرمخ وړلې.
په دې وروستیو کې نوموړي یوه ستډیو پرانیسته او د ملګرو په مرسته یې د فلم اخیستنې، انځوریزو برنامو  د ایډیټ او د تبلغاتي ویډیويي کلیپونو د جوړونې په برخه کې فعالیت کاوه. ښاغلی همګام په کابل کې زیږیدلی وو ښوونځی او پوهنتون یې هم دې ښار کې لوستی وو، هغه د کابل په پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې د سینما او هنرمندۍ څانګه لوستې وه او په څو فلمونو او تمثلي برنامو کې یې هنري نقش هم لوبولی وو.
 
https://avapress.com/vdcbs0b8zrhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته