د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کورنیو چارو وزارت نن ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلی دی، دغه بریدیونو پرون د یاد ولایت د مرکز اړوند د پنځمې حوزې د سورګذر په سیمه کې اوښتې.
په دغه خبر پاڼه کې ویل شویی، چې په دغه سیمه کې افغان هوايي ځواک پر وسله والو طالبانو هوايي عملیات کړی، چې په کې یې ۳ قوماندانان وژل شوي او ۵ نور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
سرچینی زیاتوی، په برید کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.