د یکشنبې پر ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسوالانو دوه یم کنفرانس د ولسمشر تر مشرۍ لاندې جوړ او تر سره شو.
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسوالانو دوه یم کنفرانس جوړ شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 قوس 1397 ساعت 18:09
د یکشنبې پر ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسوالانو دوه یم کنفرانس د ولسمشر تر مشرۍ لاندې جوړ او تر سره شو.
د ولسوالانو په دوه یم کنفرانس کې ولسمشر اشرف غني وویل، چې ولسوالۍ د ملي یووالي، سولې او هوساینې د رامنځته کولو لومړۍ کرښې دي.
ولسمشر غني په دغو برخو کې د ولسوالانو رول مهم وباله.
ولسمشر محمد اشرف غني وایي: ستاسې اندونه ملي دي؛ تاسې وښوده، چې غم او ښادي مو سره ګډه ده. ستاسې هڅې د ډاډ وړ دي او په اړوند سیمو کې مو د نفاق مخنیوی کړی دی.
ولسمشر ولسوالانو ته وویل، چې د قاضیانو او څارنوالانو د سوبتیا او ناسوبتیا په اړه باید سیمه ییزو ارګانونو ته خبر ورکړ شي.
ولسمشر دا هم څرګنده کړې، چې په راتلونکیو درې کلونو کې به د څلیریشت ولایتونو د ولسوالیو ودانۍ جوړې شي.
په ارګ کې د ولسوالانو کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي، چې زیاتره ولسوالۍ له تېرو څو کلونو ناامنه او د وسلوالو طالبانو په واک کې پاتې دي.
د مطلب کود: 176064