دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 176070
مشرانو جرګې په کونړ کې د ملکي وګړو وژنه وغندله
مشرانو جرګې نن په کونړ ولایت کې د ملکي وګړو وژنه په کلکو ټکو وغندله.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار له حکومت او امنیتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې د دې ډول پېښو مخه ونیسي>
ده وویل:"موږ د کونړ د پېښې د غندلو ترڅنګ وایو چې هغه څه چې مهم دي په راتلونکي کې د ملکي تلفاتو د تکرار مخنیوی دی، هیله منو یوو چې د دې ډول پېښو مخه به ونیول شي."
د راپورونو له مخې، د کونړ ولایت په شلتن دره کې د پرون ورځې په بمبارۍ کې ۱۲ ماشومان او ۸ ښځې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ملکي وګړي ټپیان دي.
د کونړ سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د دې هوايي حملو هدف د دولت وسله وال مخالفین وو او په نتیجه کې یې د هغوی ځیني مهم قوماندانان هم وژل شوي دي.
له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما ویلي وو چې د دې پېښې په اړه به څېړنې وکړي او افغان چارواکو هم له خپلې خوا د څېړنو د پیل خبر ورکړی.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgu39qzak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته