دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۸
د مطلب کود : 176075
د فیض اباد او کشم ولسوالۍ ترمنځ لاره د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه
د بدخشان ولایت د فیض اباد او کشم ولسوالۍ ترمنځ لویه لار چې یو شمير معترضانو له څو ورځو راهیسې بنده کړې وه، نن د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته وویل چې لاره د معاون صفر مبارز په نوم د ولسي جرګې د یوه کاندید پلویانو له څلورو ورځو راهیسې بنده کړې وه، خو د سیمه ییزو چارواکو په منځګړتوب خلاصه شوه.

ده وویل:"د والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت د رئیس، د لومړۍ لوا د قوماندان او د ولایتي شورا د غړو په منځګړتوب دا لویه لاره نن د مسافرو پرمخ خلاصه شوه او خلک تګ راتګ پرې کوي."
د راپورونو له مخې، د معاون صفر پلویانو په بدخشان ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته اعتراضونه پیل کړل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz0b8srhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته