د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی،یاد پېښه پرون دغه ولایت د مرکز ګردیز اړوند په ابراهیم خېلو سیمه کې ترسره شوې ده.
راپورونه وایی، په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته وه، چې یو راکټ په یوه کور ولګېدو او ددغه کورنۍ ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمې خلک اوسېدونکو په دی اړه رسنیو ته وویل،ددغه پېښه کې ددي کورنۍ ۲ ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي او ۴ غړي یې ټپیان شوي دي.
ویل کیږی، راکټ د افغان ځواکونو له خوا توغول شوی و.
خو تر اوسه د پکتیا ولایت چارواکي په دی اړه تبصره نه دی کړی.