دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۵۹
د مطلب کود : 176086
په قندهار ولایت کې ۱۲ تنو وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د قندهار ولایت د ښورابک ولسوالۍ په سرو څاهانو سیمه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نوریې ټپیان شول.

ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه له افغان ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
د قندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي رسنیو ته وویل چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو مړي او وسلې د جنګ په ډګر کې پاتې دي.
ویل کېږي په دې نښته کې چې شاوخوا درې ساعته یې دوام وکړ، درې تنه پوله ساتي ځواکونه هم ټپیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcdj90f9yt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته