دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 176112
کوریا هیواد په افغانستان کې ښځو او ماشومانو سره ۲،۲ میلیون ډالره مرسته وکړه
د افغانستان له ښځو او ماشومانو سره د جنوني کوریا۲،۲ میلیون ډالره مرسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یونیسف) او د جنوبي کوریا د بهرنیو چارووزارت تر منځ د شوې هوکړې پر بنسټ وشوه.

په افغانستان کې د یونیسف استازي ادیلي خدر څرګنده کړې، اوس مهال د افغانستان ۲۱ زره کورنۍ چې تر نیمایي ډېر یې ماشومان جوړوي بې ځایه شوې دي، هغه زیاتوي په افغانستان کې بیوزلۍ، جګړې او وچکالۍ د ډېرو افغان کورنیو ژوند اغیزمن کړی، نو پر همدې بنسټ دغه مرسته د ژمي په سړه هوا کې د افغان ښځو او ماشومان د ورغتیا ساتنې په موخه تره سره کیږي.
په افغانستان کېد کوريا سفير، ري ژا هيونګ وایي چې د دې حقيقت له امله خواشينی يم چې په ټول هېواد کې نېږدې۸۳۰۰۰ کورنۍ د ژمي په موسم کې له سړېهوا او لوږې سره مخ کیږياو د دې سړې هوا او لوږې پر واړاندې د مبارزېلپاره مرستو ته اړتيا ده.
 د کوریا هیواد سفیر د يونیسف له ادارې مننه کړې چې پهچټکۍ او وخت سره دې ماشومانو او زیانمنو کورنیو تهمرسته رسوي.
په خبر پاڼه کې د یونیسف دفتر زیاتوي چې په ژمي کې لهسړې هوا او لوږې سره د مبارزې په برخه کې د ډونرانو د مرستو په پیسو د کورنیو، اړتیاوړ توکي په هرات، بادغیس، او غور ولایتونو کې له طبیعي پیښو او جنګونو څخه  زیانمو شوو خلکو ور ویشي.
 
https://avapress.com/vdcdf90fxyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته