دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 176123
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کندهار، هلمند، هرات او کندز ولایتونو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړې
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لیندۍ میاشتې په ۲۴ مه د شپې ناوخته د نورو اعلان شوو پایلو په تعقیب د کندهار،هلمند، هرات او کندز ولایتونو د ولسې جرګې د تیرو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي.

د دغو اعلان شوو پایلو له مخې په کندهار کې: حاجی سید احمد خادم ۸۱۸۶ رايي، سید مقتدا میران ۷۴۱۹ رايي، داکتر محمود خان نصرت ۷۰۴۱ رایي، روح الله خان زاده ۶۴۷۱ رایي، گل احمد کمین ۵۰۸۲ رایي، محمد عمر شیرزاد ۴۴۹۷ رایي، سید احمد سیلاب ۴۱۴۳ رایي، انجنیر محمد عارف نورزی ۳۹۷۶ رایي، فریبا احمدي کاکړ ۴۹۶۵ رایي، ملالۍ اسحق زۍ ۲۹۰۰ رایي او آرزو ساپۍ د ۱۸۴۸ رایو په ترلاسه کولو،
 له هلمند څخه محمد ظفر صادقي ۴۰۴۱ رایي، میرویس پوپل ۳۵۷۳ رایي، حاجی غلام ولي افغان ۳۳۴۱ رایي، میرویس خادم ۳۱۶۴ رایي، الحاج محمد کریم اتل ۲۷۹۸ رایي، عبدالرشید عزیزي ۲۵۸۰ رایي، نسیمه نیازۍ ۱۴۶۳ رايي او حبیبه سادات د ۸۱۸ رایو په ګټلو،
 له هرات څخه حبیب الرحمن پدرام ۱۶۷۹۶ رایي، محمد رضا خوشک وطندوست ۱۶۱۴۰ رایي، عمر نصیر مجددي ۱۰۹۲۹ رایي، حاجي محمد صادق قادري ۱۰۱۷۱ رايي، منور شاه بهادري ۸۳۲۴ رایي، نثار احمد فیضي غوریاني ۷۶۱۲ رایي، نقیب الله آروین ۷۳۰۶ رایي، غلام فاروق مجروح ۷۰۰۴ رایي، استاد حمیدالله حنیف ۶۹۴۶ رایي، حاجی شاه پور پوپل ۶۹۲۰ رایي، سید عظیم کبرزاني ۶۵۸۲ رایي، الحاج غلام فاروق نظري ۶۲۶۳ رایي، رحیمه جامي ۳۶۸۶ رایي، مسعوده کروخي ۲۸۲۲ رایي، سیمین بارکزۍ ۲۳۲۳ رای، ناهید احمدي فرید ۱۹۵۹ راي او استاد شیرین شهابي د ۱۷۷۳ رایو په اخیستلو،
 او له  کندز څخه الحاج عبدالروف ابراهیمي ۲۹۸۶ رایي، انجنیر کمال ساپی ۲۲۷۶ رایي، شاه خان شیرزاد ۱۹۹۶ رایي، انجنیر محمدالدین همدرد ۱۹۰۵ رایي، محمدالله بتاش ۱۶۹۹ رایي، حاجی محمد عمر خان ۱۶۳۱ رايي، فضل کریم ایماق ۱۵۸۶ رايي، نیلوفر جلالي کوفي ۱۲۵۷ رایي، او داکتر فاطمه عزیز په ۱۰۴۲ رایو د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د بریالیو نوماندانو په توګه  اعلان شول. د یادولو وړ دی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له کړې ژمنې څخه نږدې یوه میاشت وروسته لا د ټولو ولایتونو د لومړنیو پایلو پر اعلانولو نه دی بریالی شوی، دې کمیسیون تر دې وړاندې تر شلو د ډېرو ولایتونو په لومړنیو پایلو کې بریالي نوماندان اعلان کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0vdymw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته