دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 176133
غزني کې د بي اسناده او تورو شیشو لرونکو نقلیه وسایطو پر استفادي بندیز ولګید
د غزني ولایت د نظامي شورا له پریکړي سره سم د قانون د تطبیق، د تروریستي او جنایې ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په موخه د بي اسناده او توروشیشو لرونکو موټرو پر استفادي بندیز ولګید.
د دغي پریکړي پر بنسټ سر له نن دوشنبي(د لیندۍ ۲۶ مي) د غزني ولایت په مرکز او ولسوالېو کې هیڅوک نشي کولای له بي اسناده موټرو، موټرسایکلونو، رخشو او د تورو شیشو درلودونکو موټرو څخه استفاده وکړي.
د غزني والي او د نظامي شورا مشر الحاج وحیدالله کلیمزی په وینا، له دغي پریکړي څخه موخه د قانون د تطبیق ترڅنګ، دي ولایت کې د جنایې او تروریستي ډلو د فعالیتونو مخنیوی دی، ځکه چې په ډیریو مواردو کې جنایتکاران او تروریستان له بي اسناده موټرو او موټرسایکلونو څخه په استفادي پر تروریستي کړنو او جنایاتو لاس پوري کوي، چې تشخیص او تعقیب یې ستونزمن وي.
هغه د غزني له ولسونو وغوښتل، څو د خپلي سیمي د امنیت او له جنایې پیښو څخه د مخنیوي لپاره د یادي پریکړي په مراعاتولو او تطبیق کې له امنیتي ارګانونو سره مرسته او همکاري وکړي.
د هغه په وینا: (( تروریستان له بي اسناده موټرو او موټر سایکلونو څخه په استفادي تروریستي فعالیتونه کوي، جنایتکاره ډلي هم له همدي وسایطو په استفادي پر غلا، تښتوني او د سوداګرو پر تعقیب او ګواښلو لاس پوري کوي.))
دغه کمپاین د والی د موټرو د تورو شیشو په پاکولو سره پیل شو.
دا پریکړه داسي مهال شوي چې په دي وروستیو کې سوداګرو، پانګه والو او صرافانو د بي اسناده موټرو له لاري د ناپیژانده کسانو لخوا د دوی د څارلو له کبله څو څو ځله ولایت مقام ته شکایتونه کړي وو.
د دي ترڅنګ په دي وروستیو کې وسله والو مخالفینو غزني کې د مخامخ جګړو او هوایې عملیاتو پر مهال درانه زیانونه لیدلي او هڅه کوي له بي اسناده موټرسایکلونو په استفادي پر یو لړ تروریستي اقداماتو لاس پوري کړي، چې د مخنیوي لپاره یې له یوه موټر سایکل څخه هم مهاله د دوو کسانو( دوه پشته) پر استفادي هم بندیز وضع شوی دی.
د سرغړوني په صورت کې به له سرغړوونکو سره جدي او قانوني چلند وشي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgw39qwak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته