د غونډې ګډونوالو د مشورتي بورډ د ایجاد په اړه د جمهوررئیس طرحه او نوښت وستایه او د سولې د مشورتي بورډ د پراختیا او دندو په اړه یې خپلې مشورې او وړانديزونه شریک کړل.
د سولې مشورتې بورډ غړو افغان دولت له لارې طالبانو سره پر مذاکرې ټینګار وکړ وې ویل، د هېواد د اساسي قانون له مخې د مذاکرې صلاحیت د حکومت دی، نه د سیاسي ګوندونو.
په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله وویل: د سولې په اړه چې کوم اقدامات کېږي له ټولو سره شریکېږي او پټ څه وجود نه لري، موږ ټول باید په اوسنیو شرایطو کې د سولې ملاتړ وکړو او پر بېلابېلو نومونو ونه وېشل شو. هغه په ټینګار سره وویل، د سولې د خبرواترو لپاره د یوه مسوول بنسټ په توګه د حکومت چتر حتمی دی.
د دې غونډې په پای کې جمهوررئیس غني د یاد بورډ د دندو د تصحیح او پراختیا په اړه د سولې مشورتي بورد د غړو له مشورو او وړاندېزونو څخه په مننې په هغه اړه لازمې لارښوونې وکړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)