په دې غونډه کې ۲۲ تدارکاتي مورده وارزول شول چې ملي تدارکاتو کمېسیون له ۳ میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۵ تړونونه منظور کړل.
په غونډه کې د کابل مترو بس شبکې د تفصیلي ډيزاین، له ګردیز څخه د پکتیا تر زرمت ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک د لومړي لاټ دویمې برخې د ۱۰ کیلو متر قیرولو او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د انرژۍ د تامین او پانګونې د ښه والي د برنامې له لارې د انرژۍ سکتور او برېښنا سیستم د مشورتي خدمتونو او تحلیلي مطالعاتو قراردادونه د لازیات غور او ارزونې په موخه بېرته وروګرځول شول.
غونډې مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې د دې پروژې مرسته کوونکي ( اسیا پراختیایي بانک) سره دی، بحث وشي او دا پروژې دې له یوه بله جلا شي.
بل پلو کمېسیون د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د بورګ سیمې څخه سرخاب پورې د ۹ کیلومتره سړک د قيرولو او د سړک غاړې د لښتیو جوړولو پروژې د قرارداد په ګډون د کابل ګردیز لویې لارې څخه تر زرغون ښار (د ملکانو کلي علي خېلو جومات) پورې د ۹،۵ کیلو متره سړک د قيرولو او د سړک غاړې ویالو جوړولو او باغ سلطان پله څخه تر پل کندهاري پورې د ۷،۸ کیلو متره سړک د قيرولو او د سړک غاړې لښتیو د جوړولو د پروژو د قراردادونو د فسخې په اړه د کلیو پراختیا وزارت غوښتنې له څېړلو وروسته منظور کړې.
دغه راز کمېسیون د بغلان ولایت اړوند د خوست ولسوالۍ له دوابې څخه تر ملم سیمې پورې د ۳۰،۶۸ کیلو متره سړک بیارغاولو او د سړک غاړې لښتیو جوړولو پروژې قرارداد د فسخې په اړه د کلیو پراختیا وزارت وړاندیز، منظور کړ.
خو کمېسیون د ننګرهار ولایت د بهسودو پُل څخه ترعبدالخیلو پورې او د بهسود پل ۱۲ کیلو متر اوږد اتصالي سرک د جوړولو په اړه د فواید عامې وزارت غوښتنه رد کړه او د هغه په دوباره مقېدې داوطلبۍ یې تصمیم ونیوه.
سربېره پر دې کمېسیون له فرخار ولسوالۍ څخه تر ورسج پورې د ۱۵ کیلومتر اوږد سړک د قیرولو پروژه رد او د فواید عامې، مالیې او اقتصاد وزارتونه او ملي تدارکاتو ادارې ته یې دنده وسپارله چې ژر تر ژره کمېسیون ته د دغې پروژې بدیله طرحه وړاندې کړي.
په عین حال کې د ملي تدارکاتو ادارې د اړتیا وړ انټرنټ پروژې د تړون د تعدیل (دبیې زیاتوالی او وخت تمدید) د منظورۍ وړاندیز منظور شو، خو ۱۳۹۸ کال کې سعودي عربستان ته له ۳۰ زره څخه زیاتو افغان حاجیانو د لېږد رالېږد د هوایي انتقال پروژه کې د کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکتونو په غوښتنه له افغانۍ څخه ډالر ته د آفر بیې بدلولو شرط پاڼې د تعدیل غوښتنه رد شوه.
سربېره پر دې د انرژي او اوبو وزارت د پاشدان بند پروژې د ډیزاین او جوړولو د څارنې لپاره د مشورتي کمپنۍ د ګمارلو په اړه ، د ملي تدارکاتو کمېسیون د لارښوونې وړاندیز د واحدې سرچینې په روش وکړ، خو دا چې د کمېسیون غړو د وزارت د پېشنهادي داوطلبانو په اړه کافي معلومات نه لرل، ملي تدارکاتو کمېسیون یاد وزارت ته لارښوونه وکړه چې د قانون سره سم دې پرېکړه وکړي.
له اجنډا سره سم په دې غونډه کې د کمېسیون غړو د ملي دفاع وزارت د جنراتورونو د ترمیم لپاره د توکو د تدارک او ضمني خدماتو په اړه د پرېکړې د تحقق راپور د چوکاټي قرارداد پر بنسټ منظور کړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)