دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۱۷
د مطلب کود : 176155
ولسمشر غنی په مشرۍ د سولې مشورتي بورډ غونډه ترسره شوه
د سولې مشورتي بورډ دغه ناسته نن له غرمې مخکې د ولسمشر غني په مشرۍ په چهار چنار ماڼۍ کې تر سره شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې، په دغې ناسته کې د سولې د مشورتي بورډ غړو له ځینو وړاندیزونو وراخو، په سلا، مشورو، له طالبانو سره  د افغان دولت او د دې مشورتي بورډ له لوري د سولې د خبرو په ترسره کیدو ټینګار شوی دی.
په دې خپاره شوي بیان کې ویلی شوي  دي، چې د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې د خبرو اترو د ملاتړ ترڅنګ ولس ته ډاډ ورکړی چې د سولې په تړاو چې کوم اقدامات کیږي له ولس سره به شریک شي.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني د سولي مشورتي بورډ د خبرو او وړاندیزونو تراوریدو وروسته په دې تړاو لازمې لارښوونې هم کړې دي.
دافغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د سولې له مشورتي بورډ سره دغه ناسته پهداسي حال کې جوړیږي چې  نن دوشنبه   د ۲۰۱۸م کال دډسمبر ۱۷ مه  پهمتحده عربي اماراتو کې د طالبانو دفتر د استازو او امریکایي لوري تر منځ دخبرو اترو بله غونډه هم په روانه ده.رسنیوته د ورکړل شوو رپوټونو له مخې، د سعودي عربستان، طالبانو، پاکستان او د عربيمتحده اماراتو د استازو ترڅنګ، د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په دغېناسته کې ګډون کړی دی، دسولې د  دې مذاکراتوپه ترڅ کې د طالبانو او امریکایانو استازي د زندانیانو د خوشي کولو پر مسله هم سره غږیدلي دي.
 
https://avapress.com/vdcamin6m49n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته