کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عمران خان: پاکستان د امریکا او طالبانو د خبرو د جوړولو مرسته کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 قوس 1397 ساعت 13:26

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، پاکستان په ابوظبۍ کې د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د زمینې په برابرولو کې مرسته کړې ده.



عمران خان همداشان ټینګار کړی چې پاکستان به د افغانستان د سولې د پروسې د غځولو لپاره تر خپله وسه هڅې وکړي.
ده په دې اړه په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي:
"پاکستان د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په جوړولو کې مرسته کړې، راځئ چې د دعا لاسونه پورته کړو چې سوله بېرته راشي او پر زړورو افغانانو نېږدې د درېيو لسيزو دا جګړه پای ته ورسېږي، پاکستان به د سولې په بهير کې تر خپله وسه هر څه کوي."
په ابوظبۍ کې د افغان طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ مخامخ خبرې اترې تر هغې وروسته شوي چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ د افغانستان د سولې په لړ کې د پاکستان او روسیې په ګډون د سیمې د هېوادونو سفر وکړ.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د تېرې جمعې په ورځ په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغان طالبانو او امریکايي استازو ترمنخ د مخامخ خبرو خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د شخړې د حل یوازنۍ لار خبرې اترې او مذاکرات دي.

 


د مطلب کود: 176194

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176194/عمران-خان-پاکستان-د-امریکا-او-طالبانو-خبرو-جوړولو-مرسته-کړې

آوا
  https://www.avapress.com