دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 176198
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د تلپاتې انرژۍ پروګرام له لوري د خورشيدي کڅوړو د وېشلو، ازمېښتي پروګرام پیل شو
په دې مراسمو کې د کليو بیارغونې او پراختیا وزریر، د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر او د افغانستان لپاره د اسیا پرمختیایي بانک رئیس شتون درلود.

 دا پروژه په ازماېښتي ډول پیل شوه، چې په دې کڅوړه کې یوه باطري، دوې تختې سولرې، یوه دانه یخچال، یو تلویزیون، یوه پکه او نور اړوند توکي لکه څراغونه، د برېښنا لین،شامل ول.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې وویل، چې د دې پروژې لګښت د اسیا پرمختیايي بانک ورکوي او د دې ترڅنګ اسیایي  پرمختیایي بانک د یاد وزارت مهم همکار پاتې شوی.
ښاغلي کریمي زیاته کړه، چې د دې ازمايښتي کڅوړو ارزښت څه باندې ۱۰۰ زره ډالرو ته رسیږي، چې هغو کورنیو ته به برېښنا برابرې کړي، چې لرې پراتې او د برېښنا له نعمت څخه بې برخې دي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر په خپلو خبرو کې وویل، چې د ازمايښتي کڅوړې له بریا وروسته به دا پروسه د هېواد  هغو نورو ولایتونو ته هم وغځيږي، چې  په نږدې وخت کې هلته د تولیدي برېښنا د رسیدو امکانات نشته.
د یادونې وړه ده، چې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت لخوا   سرحدي سیمو د برېښنا رسونې د یوې بلې پروژې چارې  هم روانې دي، چې د هېواد ۱۳ ولایتونو ۵۵ ولسوالیو کې به څه باندې ۴۶۸ زره کورنیو ته سولري برېښنا برابره کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchw-nz623nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته