دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 176203
عمران خان: پاکستان افغان طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرو اترو زمینه برابرولو کې مرسته کړیده
د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، پاکستان په ابوظبي کې د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د زمینې په برابرولو کې مرسته کړې ده.

عمران خان همدا شان ټینګار کړی چې پاکستان به د افغانستان د سولې د پروسې د غځولو لپاره تر خپله وسه هڅې وکړي.
ده په دې اړه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي:
"پاکستان د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په جوړولو کې مرسته کړې، راځئ چې د دعا لاسونه پورته کړو چې سوله بېرته راشي او پر زړورو افغانانو نږدې د درېيو لسيزو دا جګړه پای ته ورسېږي، پاکستان به د سولې په بهير کې تر خپله وسه هر څه کوي."
په ابوظبي کې د افغان طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ مخامخ خبرې اترې تر هغې وروسته شوي چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تېره اوونۍ د افغانستان د سولې په لړ کې د پاکستان او روسیې په ګډون د سیمې د هېوادونو سفر وکړ.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د تېرې جمعې په ورځ په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغان طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د مخامخ خبرو خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د شخړې د حل یوازنۍ لار خبرې اترې او مذاکرات دي.
https://avapress.com/vdce7p8zxjh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته