دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۵۱
د مطلب کود : 176231
د بې پولي خبریالانو ټولنه: په ۲۰۱۸ کې۸۰ خبریالان وژل شوي او ۳۴۸ نیول شوي
د بې پولي خبریالانو د ټولنې د راپور له مخې په روان میلادي کال کې ۸۰ خبریالان وژل شوي، ۳۴۸ نیول شوي او ۶۰ نور یرغمل شوي دي.
په‌دې راپور کې افغانستان د خبریالانو لپاره یو خطرناکه هېواد بلل شوی چې روان میلادي کال ۱۵ خبریالان وژل شوي دي.

د بې پولي خبریالانو په‌دې کلني راپور کې د دې ټولنې د رئیس کرستوف دیلویر له قوله ویل شوي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د خبریالانو په وړاندې تشدد بې ساري حد ته رسیدلی او اوسنی وضعیت بحراني دی.
د ښاغلي دیلویر په وینا کرکې او پر سیاستوالو، مذهبي او د سوداګرۍ د چارو پر مشرانو سختو انتقادونو هم د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مرسته کړې ده.
په دغه راپور کې د سعودي د خبریال جمال خاشقجي د وژلو پېښې ته هم اشاره شوې چې د روان کال په اکتوبر کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.
نوموړی چې د واشنګټن پوسټ همکار و، د سعودي د ولیعهد یو سر سخت منتقد و.
سره له دې چې ریاض د خاشقجي په وژلو کې د ولیعهد محمد بن سلمان لاس لرل رد کړي او هغه یې یوه پېښه بللې، خو د راپورونو له مخې دغه قتل د هغه په امر ترسره شوی دی.

د بې پولي خبریالانو په دې کلني راپور کې که څه هم د بې باکه سیاستوالو نومونه نه دي یاد شوي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تل خبریالان د خلکو دښمنان بللي او یو شمېر یې هم د خبري غونډو لپاره سپینې ماڼۍ ته له ننوتو منع کړي دي.
په دغه راپور کې متحده ایالات هم په نړۍ کې د خبریالانو لپاره پنځم خونړۍ هېواد بلل شوی دی.
د روان میلادي کال په جون میاشت کې د کاپیټال ګازیټه پنځه خبریالان هغه مهال په مریلېنډ ایالت کې ووژل شول چې یو وسله وال کس پرې ډزې وکړې.
په دغه راپور کې چین تورن شوی چې په اوس وخت کې ۶۰ خبریالان په دې هېواد کې زنداني دي. ۴۶ یې وېب‌لاګ لیکونکي دي.
د ترکیې په اړه په دغه راپور کې ویل شوي چې د دې هېواد حکومت د ۲۰۱۶ میلادي کال تر ناکامې پوځي کودتاه وروسته ۳۳ خبریالان د حکومت له مخالفانو سره د همکاري په تور توقیف کړي دي.
مصر او ایران هم د نورو هغو هېوادونو په کتار کې راوستل شوی چې په کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د بې پولي خبریالانو د ټولنې د راپور له مخې په اوس وخت کې ۳۸ خبریالان په مصر او ۲۸ په ایران کې بندیان دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmvdyyw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته