د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد ته وویل، بلال ځدراڼ د کوماندو د ځانګړې قطعې په عملیاتو کې وژل شوی دی. د نوموړي په وینا دا عملیات د سې شنبې په شپه په پکتیکا کې شوي دي.
ښاغلي جاوېد زیاته کړه:
"بلال ځدراڼ، د پنځو ولایتونو لپاره د طالبانو د سرې قطعې مسؤل و. نوموړي په خوست، پکتیا، غزني، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې ناامنیو کې لاس درلود او په یو لړ عملیاتو کې ووژل شو."
ښاغلي جاوید همدارنګه وویل چې د کندهار د میوند ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسؤل ملا اکرام الدین هم پهدې ولسوالۍ کې ملي اردو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د ۳۵ نورو وسلهوالو سره وژل شوی دی. دا عملیات هم وړمه شپه شوي.
طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د ویاند د دې څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
دفاع وزارت وايي، په وروستیو کې یې په افغانستان کې د طالب قوماندانانو پر ضد ځانګړي عملیات زیات کړي، څو دا ډله د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)