دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 176249
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو طالبانو ته سخت مرګژوبله اوښتی ده
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۸۲ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۵ یې ټپیان شوي دي.

د ملي دفاغ وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې، په ننگرهار، لغمان، خوست، لوگر، پکتیا، پکتیکا، ارزگان، کندهار، فراه، فاریاب، بدخشان او هلمند ولایتونو کې عملیات ترسره شوې دي، په دغو عملیاتو کې چې کلک هوایي ملاتړ هم ورسره وو ۸۲ وسلوال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
خپر پاڼه زیاتوي، د دغو عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو د وسلو زیرمتونونه، موټر او موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
په اعلامیه کې، د اروګان ولایت په مرکز ترینکوټ، د غزني ولایت په ګیرو او ده یک ولسوالیو، د پکتیکا ولایت په سروبي، د فراه ولایت په مرکز او د بدخشان ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د وسلوالو د مرګ او ژوبلې او د دوی د نقلیه وسایطو د ویجاړیدو خبر ورکړل شوی دی.
دغه عملیات په داسي حال تر سره کیږي چې د طالبانو د قطر د فتر د غړو او امریکایي لوري تر منځ، د عربستان، عربي متحده اماراتو او پاکستان په حضور کې د افغانستان د مسلې د حل په تړاو خبرې رواني دي.
د مذاکراتو له دغو ناستو څخه ضد او نقیص رپوټونه ورکړل شوي دي خو په رسمي توګه د دې غونډو پایلې لا له رسنیو سره نه دې شریکي شوې.
افغان حکومت تل په طالبانو غږ کړی چې له حکومت سره دې سولې ته حاضر شي، خو طالبانو په مکرر ډول د افغان حکومت د سولي وړاندیزونه رد کړي او له امریکا سره  یې د افغانستان د سولي په تړاو خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdceep8zojh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته