کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیل‌زاد وایي، ابوظبي کې یې له بېلابېلو لورو سره ګټورې خبرې درلودې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 قوس 1397 ساعت 11:01

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې یې له بېلابېلو لورو سره ګټورې خبرې درلودې او په کابل کې به هم د افغانستان د حکومت له مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړي.



ښاغلی خلیل‌زاد چې له ابوظبي وروسته پرون اسلام آباد ته او له هغه ځایه تېره شپه کابل ته تللی، تراوسه نه ده څرګنده چې د ملي یووالي د حکومت له مشرانو یې سره کتلي که نه؟
په کابل کې د امریکا سفارت په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی خلیل‌زاد به افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته له سیمه‌ییزو شریکانو او نورو لورو سره د خپلو لیدنو کتنو په اړه معلومات ورکړي.
د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د درې ورځنیو لیدنو کتنو په نتیجه کې تراوسه هېڅ لوري په مشخصه برخه کې د کوم پرمختګ یادونه نه‌ده کړې، خو د دې هېواد دولتي خبري اژانس «وام» دغه خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي خبرې بللي او ویلي یې دي چې د پام وړ نتیجه یې د ټولو ښکېلو اړخونو لپاره مثبته ده.
«وام» ویلي چې د خبرو بل دور به هم په ابوظبي کې ترسره شي خو دقیقه نه‌ده یې نه‌ده ښودلې.
 


د مطلب کود: 176295

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176295/خلیل-زاد-وایي-ابوظبي-کې-یې-له-بېلابېلو-لورو-سره-ګټورې-خبرې-درلودې

آوا
  https://www.avapress.com