د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:"په لومړي ګام کې سیمهییزه اردو په ګذره، کشککهنه او کشکرباط ولسوالیو کې جوړېږي. د ځواکونو د ګمارلو او روزنې لپاره چمتووالی پیل شوی دی او موږ باور لرو چې د ساحوي یا د سیمهییزې اردو په ګمارلو سره به د امنیتي ستونزه مهمې برخې هواري شي."
د ښاغلي فرهاد په خبره اوس مهال یو شمېر کسان په ۲۰۷م ظفر قول اردو کې خپلې پوځي روزنې پرمخ وړي.
دا اقدام داسې مهال شوی چې څو کاله وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سیمهییزو پولیسو ځواک جوړ کړ او په ځینو مواردو کې دغه ځواکونه د افغانستان د قوانینو او د بشري حقونو په سرغړونه تورن شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)