ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ د شهيد موړ سيمه کې تېره شپه د ۲۰۱ سيلاب قل اردو لومړۍ نمبر سرحدي لواء شپږم کنډک منسوبينو د يوه کمين په ترڅ کې په يو عراده مازدا ډوله موټر کې ګڼ شمېر مهمات، کيمياوي مواد او نظامي يونيفورم نيولي دي.
د معلوماتو له مخې په ياد موټر کې پنځه زره درې سوه فيره د پيکا مرمۍ، ۳۵۰ کيلو ګرامه پوتاشيم کلورايد، يو سيټ مبایل او څلور جوړې نظامي يونيفورم ترلاسه شوي دي.
د موټر چلوونکی د شپې تيارې او خرابې لارې څخه په استفادې له سيمې تښتيدلی، چې د نيولو هڅې يې روانې دي.
د يو بل خبر له مخې ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې يو وسله وال طالب له مخالفت څخه لاس په سر او سرحدي ځواکونو ته د خپل يو ميل کلانشکوف سره تسليم ش
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)