د معلوماتو له مخې د دغه عملياتو پر مهال دايکان، جانباز خيل، بابه خيل، ارولي، شیر ګړ، دراني کلا، دربکي، بوت خاکي، خرابه، دامان، زرګران او لوخۍ سيمې له وسله والو مخالفينو پاکې شوي او د دوي يو اندازه نظامي تجهيزات امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
د عملياتو پرمهال امنيتي ځواکونو پر وسله والو مخالفينو غږ کړی، چې د وژل کېدو او تېښتې پر ځای سولې بهير سره يو ځای شي او په ثبات کې ژوند وکړي.
ياد عمليات لاهم دوام لري او په کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښت
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)