خو د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب نن پر ټوېټر د پیغامونو یوه سلسله خپره کړې چې د کوم مشخص هېواد نوم یې نهدی پهکې اخېستل شوی، خو پهکې ویل شوي چې هېڅ وګړي یا هېواد ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې پر سیاسي جوړښت خبرې وکړي.
حمد الله محب لیکلي چې افغانان سوله غواړي، نه داسې معامله چې په بېړه شوې وي او د افغانانو قرباني ضایع کړي.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېڅ بل هېواد دا حق او صلاحیت نه لري چې په افغانستان کې د سیاسي اعمال په ګډون د دولت جوړونې پر نوي فورمول یا تشکیلاتو خبرې وکړي چې د افغانستان پر اساسي قانون تېری کوي.
حمد الله محب لیکلي چې د افغانانو پر قربانۍ به معامله ونهشي. هغه د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او امریکا هڅې ستایلي چې په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته د لارې د پرانېستلو هڅې کوي.
محب یادونه کړې چې د کابل او واشنګټن اړیکې پر هغه دوه اړخېز امنیتي سند ولاړې دي چې افغانانو، مشورتي لویې جرګې، ولسي جرګې او مشرانو جرګې یې ملاتړ کړی دی.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن پنجشنبه د ډسمبر۲۰مه، پر ټوېټر لیکلي چې نن د ورځې به د افغانستان د مدني ټولنې له استازو، سیاسي مشرانو او د ځوانانو له یو شمېر استازو سره وګوري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)